طالبانو د افغان یوټیوبرې حورا سادات د وژل کېدو خبر تایید کړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۲

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په خپل یوه ټویټ کې لیکلي، چې اغلې سادات د کابل په ۱۸مې حوزه کې وژل شوې ده.
د راپورونو له مخې، حورا سادات درې ورځې وړاندې په ناڅرګنده توګه وژل شوې وه.

د طالبانو د پولیسو ویاند د پنجشنبې په ورځ د وږي دویمه په یوه ټویټ کې کاږلي، چې دغې ډلې د اغلې سادات د وژنې په تور درې کسان نیولي دي.
خالد ځدراڼ د دغې یوټیوبرې د وژنې وخت ته په نه اشارې لیکلي، چې د هغې د وژنې په تور یې یوه ښځه او دوه نارینه نیولي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، د دغې یوټیوبرې د وژنې په اړه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د ښځو ناڅرګنده او مرموزې مړینې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو