یوشمېر فعالانو د نړۍ مشرانو ته د مطیع الله ویسا د خوشې کولو په اړه پرانیستی لیک استولی

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

د افغانستان په دننه او بهر کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو، رسنیو او د بشري حقونو فعالانو په "ناقانونه او خپلسري توګه" د نجونو د زده کړو د مخکښ فعال مطیع الله ویسا د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له بنده یې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په دننه او بهر کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو، رسنیو او د بشري حقونو فعالانو په "ناقانونه او خپلسري توګه" د نجونو د زده کړو د مخکښ فعال مطیع الله ویسا د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له بنده یې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو شاوخوا سلو مدافعینو او سازمانونو د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، چې مطیع الله ویسا له نږدې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو له‌خوا په ناقانونه توګه نیول شوی او په بند کې ساتل شوی دی.

دغو فعالانو ټینګار کړی، چې د ویسا په ناقانونه نېونې او د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه جدي اندېښمن دي او د دوی په وینا، د طالبانو له‌خوا د مطیع الله ویسا پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه جدي تورونه شته.

د بشري حقونو دغو مدافعینو او د مدني ټولنې فعالانو په دې پرانستي لیک کې د نړۍالې ټولنې له چارواکو غوښتي، چې:« پر طالبانو فشار راوړي، چې ژر تر ژره ښاغلی ویسا او د بشري حقونو یو شمېر نور فعالان، د مدني ټولنې غړي او هغه خبریالان چې د دندو د ترسره کولو پرمهال په ناقانونه توګه نیول شوي، خوشې کړي.»

د بشري حقونو دغو مدافعینو او د مدني ټولنې فعالانو همداراز له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپلې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې ودروي.

دوی ویلي دي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو له ډلې څخه لیکلی او لفظي تضمین واخلي، چې د بشري حقونو فعالین او د مدني ټولنې غړي او خبریالان به په سوله ییزه توګه د خپلو دندو د ترسره کولو په تور نه نیول کېږي.

په دغه پرانیستي لیک کې د نړۍ په ځانګړې توګه د مرستندویه او اسلامي هېوادونو د مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو نومونه راغلي چې، « که طالبان په خپلو خبرو ژمن پاتې نه شي، نو باید د دوی د کړنو په پایله کې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې، د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر متقي په ګډون د ټولو چارواکو پر سفرونو بندیز او ان په دوحه کې د یادې ډلې سیاسي دفتر بند کړي.

دغه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د اروپايي کمېسیون مشر اروسلا فون درلاین، د اروپا د پارلمان مشر روبرټا مټسولا، د سویلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د ټولنې مشر جاشم اوډین، د اسلامي همکاریو د سازمان مشر حسین ابراهیم طه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر وسلاو بالک، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنټ ته لیکل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو