عرب میلیاردر: طالبانو افغان نجونو ته اجازه ور نه کړه چې دوبۍ ته د زدکړو لپاره لاړې شي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور وايي، طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د هغو نجونو د تګ مخه ونیوله چې غوښتل یې دوبۍ ته د زدکړو لپاره لاړې شي.

نوموړي چې دې نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړې وه، په دې پېښه خواشیني ښيي او له طالبانو هیله کوي چې دغو سلو نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

نوموړی د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

ښاغلی الحبتور یوه ویډیو پیغام کې زیاتوي، چې د نجونو د زدکړو، روغتیا، ټرانسپورټ او استوګنې هرڅه یې برابر کړي وو، خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

د احمد الحبتور تر ویډیو مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د چارشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د هغو لسګونو نجونو د تګ مخه ونیوله، چې متحده عربي اماراتو ته د زدکړو لپاره تللې.

د سرچینو په خبره، له ۳۵ ډېرې نجونې چې د طالبانو له غوښتنې سره سم یې محرم هم درلود، دغه تحصیلي سفر ته پرې نه ښودل شوې.

دغو نجونو د دې بورسونو د ترلاسولو لپاره له نږدې یو کال راهیسې مختلف پړاوونه ووهل او کله چې باوري شوې طالبان یې له محرم پرته نه پرېږدي، نو د الحبتور خیریه بنسټ او د دوبۍ پوهنتون په همکارۍ یې د محرم په توګه خپل ورور یا پلار ته هم ویزې واخیسیتې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکلې وه دا نجونې د چارشنبې په ورځ اته بجې سهار له کابل هوايي ډګر پرواز وکړي، خو د طالبانو له مخالفت وروسته ناهیلې کورونو ته ستنې شوې.

خلف بن احمد الحبتور هم ویلي د دې نجونو د هرکلي لپاره دوبۍ کې پلان جوړ شوی و چې د دوبۍ پوهنتون، پولیسو او همدارنګه د بهرنیو اړیکو او د کډوالو چارو دفتر پکې ګډون درلود.
طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

احمد الحبتور تېره جدي کې وروسته له هغه چې طالبانو پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، سلو افغان نجونو ته د بورس برابرولو ژمنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو