ملګري ملتونه: باید له افغان ښځینه متشبثینو ملاتړ وشي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تېره ورځ د کاري فرصتونو د برابرولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په اېکس شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانو ښځینه سوداګرو فعالیتونه د حیرانتیا وړ دي.

دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له سختو بندیزونو سره، سره د افغان مېرمنو هڅې د تمې خلاف دي.

ملګري ملتونه وایي، په اوسني وضعیت کې افغان مېرمنو د کاري فرصتونو په برابرولو سره د افغانستان د اقتصاد په وده کې ستره ونډه اخېستې ده.

تر دې وړاندې هم ښځینه سوداګرو تینګار کړی و، چې دوی هڅه کوي هغو میرمنو ته کاري فرصتونو برابر کړي چې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

اخوا د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د هغو یوولسو هېوادونو په کتار کې راځي چې د ښځو سوداګریز فعالیتونه په کې کم شوي دي.

دغه بانک د ښځینه سوداګرو د فعالیتونو د کمېدو لامل د نظام بدلون او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه ګڼي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د دوو کلونو په تېریدو سره تراوسه هم یاده ډله د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او د بشری حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د بشري حقونو نقض د دغه وضعیت یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږی.

طالبانو د ښځو او نجونو پر کار، زده‌کړو، ټولنیزو او د لسګونو نورو فعالیتونو د سختو بندیزونو ترڅنګ، په دولتي، کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې هم د ښځو کار منعه کړی دی.

په دې وروستیو کې د امر بالمعروف وزارت ښځینه سینګارتونونه هم بند کړل، چې په پایله کې یې زرګونه هغه میرمنې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې، وزګاره شوې.

نور خبرونه

رادیو