عباس ستانکزی: ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول پر اسلامي حکومت واجب دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، پر اسلامي حکومت او چارواکو ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول واجب دي.

نوموړي د ښځو اړوند غونډه کې زیاته کړه، اسلام د شریعت په رڼا کې ښځو ته د زدکړو او میراث حق ور کړی دی.

ښاغلي ستانکزي تر دې مخکې هم بیا بیا نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود هم وویل، د اسلام د پېغمبر مېرمنو د ښځو د لارښوونې، زدکړو او ستونزو په حل کې ونډه درلوده.

د ښځو اړوند غونډه د چارشنبې په ورځ علومو اکاډمۍ کې جوړه شوې وه او پکې ځینې طالب چارواکو په کار او زدکړو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل، ښځو په «جهاد» کې هم ونډه درلوده او هیڅوک هم په ټولنه کې د ښځو له رول او اهمیت انکار نشي کولی.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د علم زدکړو پر ټولو فرض ده او ټینګار یې وکړ: «موږ په علمي برخه کې تر نړۍ شاته یو.»

پر افغانستان د طالبانو دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

که څه هم ځینې طالب چارواکي او د پوهنتونونو استادان پر دې حالت نیوکه کوي، خو نور طالب چارواکي وايي، چې د دې ستونزې حل د دوی د مشر په پرېکړه پورې تړلي دي.

نور خبرونه

رادیو