هېدر بار: طالبانو سره جورجاړی د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په لګولو کې، هغوی لا زړور کوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې جورجاړی د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هېدر بار په دې وروستیو کې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د اړیکو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هېدر بار په اېکس شبکه کې له افغانستانه بهر ته د طالب چارواکو د څو سفرونو د انځورونو په خپرولو سره وویل چې:« له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو جورجاړی د دې لامل کېږي، چې دغه ډله د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو په لګولو کې لا زړور شي.»

نوموړې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د دغې ډلې د ځینو مشرانو نیول او محاکمه کېدل کېدای شي وضعیت بدل کړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه پورې له یادې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو څېړنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ ۷۲ هېوادونو تر ۹۰۰ ډېر ځله له کابل سره تماسونه نیولي دي.

که څه هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو ډله په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د دغې ډلې یوشمېر چارواکي سره له دې چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي، د ترکیې په ګډون یې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو پر پراخې سرغړونې نیوکه کړې وه.

له دې سره، یوناما په خپل یوه تازه راپور کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبتې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو