ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې باید د بشري حقونو له سرغړوونکو سره حساب وشي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي؛ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب – کتاب به له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل اساسي ټکي وي.

وروسته له هغې، چې د یوناما او ګڼو نورو بشري حقونو ادارو له خوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو ضد کړنې او د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې په اړه راپورونه خپاره شول؛ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم ټکي د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ته په خبرو کې ویلي، چې لا هم په افغانستان د بشري حقونو مدافعینو، مدني او سیاسي فعالانو نیونې او غېرقانوني وژنې او بې درکه کول موجود دي.

د بېنېټ په خبره؛ له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی؛ د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، د ښځو او نجونو ټولنیز وضعیت د ناورین تر سرحده رسېدلی دی.

دی وايي، چې په افغانستان کې د اقلیتونو او ماشومانو وضعیت هم د ژورې اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د اسنادو په ټولېدو هم ټینګار کړی او زیاتوي، دا د ټولو کارونو بنسټ دی: “ څو مسوولین باید حساب ته راکش کړل شي، چې د معافیت دود له منځه لاړ شي”.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یوناما اعلان وکړ، چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له بل هر وخته بشري حقونه خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو