د پاملرنې نړۍواله موسسه: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۱

د پاملرنې نړۍواله موسسه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې اتیا سلنه هغه مېرمنې او نجونې چې د زده کړو مستحقې دي لیک لوست نه شي کولی.

دغه اداره وايي، چې د یادو مېرمنو او نجونو شمېر نېږدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.

په راپور کې راغلي؛ یو نیم میلیون نورې نجونې چې ۳۰ سلنه جوړوي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی نه لري.

یاده موسسه په خپل راپور کې وايي: “ افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د نجونو زده کړې پکې منع دي”.

د پاملرنې موسسې په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د تړلو له امله له ۱۰۰ زرو زیاتې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر مخ د زده کړو او کار د بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.

دغه موسسه وړاندې وايي، چې په افغانستان کې زده کړو ته لاسرسی د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره په یوې سترې ننګونې بدل شوی.

یاده موسسه دا راپور په داسې مهال خپروي، چې تېره ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا مهال په ټول افغانستان کې څلور ميلیونه نجونې په زده کړو بوختې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو د بندیز له امله نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو پراخه غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان بیا دا بندیز د دوی داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو