د بخښنې نړۍوال سازمان نړۍوالې ټولنې ته: طالبان د بشري حقونو سرغړوونکي دي ترې حساب وغواړئ

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۱

د بخښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو او د افغانانو پر وړاندې د یو شمېر ځپونکو اقداماتو لېست خپور کړی دی.

دغه سازمان پر خپله ایکس(ټویټر) شبکه لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغانستان د بربادۍ پر څنډې ولاړ هېواد دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشت پورې طالبانو ۱۲۴۷ کسان نیولي، چې له دې ډلې یې ۱۸۸ مېرمنې دي.

یاده اداره زیاتوي، چې دا مهال په افغانستان کې کې ۱.۱ میلیون نجونې له منځنۍ زده کړو او له ۱۰۰ زرو ډېرې له لوړو زده کړو بې برخې دي.

دوی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ښځو د ګمارنې کچه د ۲۰۲۱ کال د دویمې ربع په پرتله ۲۵ سلنه کمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د څو فرمانونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلي او یاد بندیزونه په نړۍواله توګه له غبرګون سره مخ شوي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ سقوط شوي، نېږدې ۵۲ سلنه نارینه خبریالانو او ۸۴ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دغه سازمان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم خپروي او وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پیله د ۲۰۲۳ کال د می تر میاشتې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۹۷ نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې طالبانو نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي؛ بلکې لا یې تاوتریخوالی زیات کړی او له بشري حقونو څخه یې ګڼې سرغړونې کړي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې کلیدي بنسټونه ړنګ کړي، د بیان ازادي یې له منځه وړې، زرګونه افغانان یې په خپلسر نیولي، زندانیان کړي، شکنجه کړي، ورک کړي او حتا وژلي یې دي.

دوی دا هم وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړي، خبریالان، هنرمندان، مذهبي او قومي اقلیتونه له ګواښ سره مخ دي.

د یاد راپور په اړه مو د طالبانو د رسنیو له مسوولینو سره اړیکه وکړه، خو د راپور تر خپراوي یې د نظر پر اخیستو ونه توانېدو.

نور خبرونه

رادیو