په کابل کې معترضې مېرمنې له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې شوې

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۰

د «افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ مسوولې» زهرا حقپرست اعلان وکړ، چې طالبانو د دغې ډلې اته غړې له څو ساعته نيول کېدو وروسته بېرته خوشې کړې.
طالبانو دغه ښځې د کابل ښار خیرخانې مېنې په یوه کور کې د اعتراضي هڅې د پلان په تور نیولې وې.

اغلې حقپرست په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د دغې ډلې غړې د خلکو د «يووالي غږ» له امله خوشې شوې دي.
هغې هیله څرګنده کړه، چې «مظاهره کوونکو او د هغوی کورنیو ته دې هیڅ زیان ونه رسیږي، له دوی دې په دروغو اقرار نه اخلي او د دوی له نیولو دې نه منکریږي.»
معلومه نه ده، چې دغه اعتراض کوونکې د طالبانو کومې ادارې نيولې وې.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې د دغو اعتراض کوونکو نیول رد کړل.
د دغه خوځښت یوې غړې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه کور محاصره کړی او هلته د لاریون کوونکو د نیولو لپاره ورغلي وو.
د هغې په وينا، د طالبانو له لوري د ښځو تر ځپلو وروسته لاريون کوونکو ښځو په کورونو کې غونډې کولې چې اوس دغه ډله کورونو ته پسې ورغله او له ښځو څخه دغه ځاى هم اخلي.
خو د نیول شویو اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې دغې غړې ټینګار وکړ :« طالبان چې څومره هم افغان مېرمنې وځپي د دوی مبارزې به لا ورسره پیاوړې شي.»

نور خبرونه

رادیو