دوه ترکي پوځیان پر یوې افغانې کډوالې د جنسي تېري په جرم په اوږدمهاله بند محکوم شول

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۰

د ترکیې د وان ښار یوې محکمې د دغه هېواد دوه پوځیان پر یوې افغانې کډوالې مېرمنې د جنسي تېري په جرم په اوږد مهال بند محکوم کړل.

محکمې دواړو ترکي پوځیانو ته د ۳۲ او ۳۷ کلونو بند سزا واوروله.

دغو دوو پوځیانو؛ تېر کال د می په ۱۲مه نېټه د پناه غوښتونکو د اخراج پر مهال پر یوې افغانې مېرمنې جنسي تېری کړی و.

ترکي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د زمري۳۰مه) خبر ورکړ، چې تېر کال دوو ترکي پوځیانو اته افغان کډوال په داسې حال کې نیولي چې له ایرانه ترکیې ته په غېر قانوني ډول راتلل.

ترکي پوځیانو د افغان کډوالو تر نیولو او شړلو وروسته یوه افغانه ښځه له ځان سره بوتله او پر هغې یې جنسي تېری وکړ.

یادې مېرمنې د سرحدي ساتونکو مرکز ته د پېښې په اړه ویلي وو، چې د دوو پوځیانو له خوا پرې جنسي تېری شوی.

تورنو کسانو په محکمه کې ادعا کړې وه، چې جنسي اړیکه یې د پناه غوښتونکې مېرمنې په رضایت ترسره کړې، خو قرباني ویلي چې له دې سره جنسي اړیکه د زور له لارې نیول شوې ده.

محکمې د لازمو اسنادو له څېړلو وروسته وروستۍ پریکړه اعلان کړه او یاد پوځیانو ته یې ۳۲ کاله او ۶ میاشتې او ۳۷ کاله او یوه میاشت د بند سزا واوروله.

ترکیه اروپا ته د تللو د لارې په توګه د ډېرو افغان کډوالو د اوسېدو ځای دی.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو توقیف او اخراج زیات کړی دی.

د دغه هېواد امنیتي ځواکونو سږ کال شاوخوا څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې شړلي دي.

نور خبرونه

رادیو