د لوړو زده کړو وزارت سرچینه: د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانیستلو هېڅ طرحه نه شته

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو په طرحې کار روان دی، خو په لوړو زده کړو وزارت کې یوه سرچینه وايي، چې تر اوسه داسې کومه طرحه نه شته.

د طالبانو د لوړ زده کړو علمي مرستیال لطف الله خېرخوا ویلي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په طرحې کار روان دی او چې کله بشپړه شي له خلکو سره به یې شریکه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن دوشنبه ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې کړي دي.

خو په لوړو زده کړو وزارت کې یوې معتبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې تر اوسه هېڅ داسې کوم سند یا طرحه نه شته چې له مخې یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شي.

یاده سرچینه وايي، چې د تېر کال په لومړیو کې د دغه وزارت د علمي مرستیال له خوا یوه کمېټه جوړه شوې وه، مګر یادې کمېټې یوازې یوه غونډه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: “ په دغې کمېټې کې یوازې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو نظر بیان شو او د کمېټې غړو ته دنده ورکړل شوې وه، چې د ښځو په اړه د طالبانو د نظر په رڼا کې یوه طرحه جوړه کړي، خو د نوي وزیر له راتلو وروسته کمېټه ورکه شوه”.

یاده سرچینه وايي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو طرحه هېڅ عملي اړخ نه لري.

د کابل پوهنتون یوه استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې یو کال وړاندې دوی ته هم د پوهنتون د رییس له خوا ویل شوي وو، چې غواړي د لوړو زده کړو وزارت ته د نجونو د زده کړو یوه طرحه جوړه کړي.

دغه استاد وايي: “موږ ته د خپل ډیپارټمینټ له خوا وویل شول، چې یو استاد باید د دغې طرحې د کمېټې د غړي په توګه معرفي کړو، استاد مو معرفي کړ خو تر اوسه کمېټه جوړه نه شوه”.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لګېدلی، چې دغې چارې ګڼ کورني او بهرنی غبرګونونه راپارولي دي.

نړۍوالې ټولنې له طالبانو سره د تعامل اساسي خنډونه د ټول شموله حکومت نه رامنځته کول او پر ښځو بندیزونه بللي دي.

نور خبرونه

رادیو