په کندهار کې د یوې وژل شوې ماشومې مړی موندل شوی

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۰

له کندهاره سرچينې وايي، چې د ژېړۍ ولسوالۍ د کولک په غونډۍ سیمه کې یوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې، بیا یې غوږونه او پوزه ترې غوڅ شوي دي.
ويل کېږي دغه نجلۍ يې مور د جمعې په ورځ له خپل کور څخه بل کور ته استولې وه، چې بیا کورته نه وه راګرځېدلې.

سرچينه زیاتوي، چې د ورکې شوې نجلۍ کورنۍ ته يې له درې ورځې وروسته په وينو لیت پېت جسد لاس ته ورغلی.


په کندهار کې د ماشومانو د ورکېدو پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي.
هڅه مو وکړه، چې د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړو؛ خو په بریالي نه شوو.


په کندهار کې کره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغې نجلۍ د مرګ خبر ځکه وروسته خپور شو چې د نجلۍ جسد د جوارو په کښت کې پروت و، او چاته نه ښکارېده.


د کندهار اړوند ځايي مسوولانو په دې اړه زموږ ټليفون ته ځواب و نه وایه.

نور خبرونه

رادیو