د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې یوازې ښځې مقاومت کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۰

د بشري حقونو څار سازمان وايي، افغان ښځې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپلو تروړل شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره کلکې درېدلې دي.
دغه سازمان د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره د ښځو د درېدنې په ستاينه کې وويل:« په افغانستان کې يوازې ښځې مقاومت کوي.»

د بشري حقونو د څار څېړونکې سحر فطرت وویل:« د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ او د دغې ډلې بنديزونه په افغانستان کې د ویجاړوونکي شاتګ او د ښځو له حقونو د سرغړونو لامل شوي دي.»
هغې په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۹ مه) د دغه سازمان په اېکس (پخواني ټوېټر) کې خپره شوه  ویلي، د طالبانو حکمونه يوازې د «ښځو د آزادۍ ځپلو» پرته بل څه نه دي.
د بشري حقونو د څار دغې څېړونکې زیاته کړې، چې له ټولو بندیزونو سره، سره افغان مېرمنو په پرله پسې ډول مبارزه کړې ده.
د اغلې فطرت په وینا، د ښځو مقاومت نورو خوځښتونو ته لاره هواروي، نورو وړ او سترو خوځښتونو ته زړورتیا وربخښي.
هغې ټینګار وکړ ،چې افغان میرمنې د راتلونکې له پاره باید له پامه ونه غورځول شي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تر ۴۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې ښځې زده کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو ته لاس رسی نه لري.
نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دغه بندیزونه د «جنسي تبعیض» یوه بېلګه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو