د بخښنې نړۍوال سازمان: طالبانو زرګونه افغانان په خپلسري ډول زنداني، شکنجه او وژلي دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۹

د بخښنې نړۍوال سازمان د یوه انلاین کمپاین په پیلولو سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو وغواړي په سمدستي توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ودروي.

دغه سازمان نن یکشنبه(د زمري ۲۹مه) په یوې خپره کړې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره په دغه انلاین کمپاین کې برخه واخلي او د دوی له خوا خپره کړې اعلامیه لاسلیک کړي.

دوی زیاتوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیکه توګه له بشري حقونو څخه د ملاتړ ټولې ادارې له منځه یوړې او په زرګونه افغانان یې شکنجه، زنداني او وژلي دي.
په اعلامیې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې له یاد سازمان سره دې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، کرامت او د ژوند د حق لپاره ودرېږي او له طالبانو دې حساب وغواړي.

دغه سازمان وايي، چې تر اوسه یې نېږدې ۱۹۸ زره برېښنايي لاسلیکونه راټول کړي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو د بشري او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې ماتې کړي؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې لا چټکه کړې ده.

دوی وايي، چې طالبان دې د زده کړو او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تامین تضمین وکړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي.

دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو لپاره د عادلانه محاکمو او د اعدام سزا ته د رسېدو پرته د اغېزناکې او شفافې پلټنې او حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته شي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دوی دې د همجنس ګرایانو، بشري حقونو فعالینو، مدنې ټولنې پر غړیو، قاضیانو، وکیلانو، خبریالانو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو له حملو او فشارونو لاس واخلي.

خو طالبانو بیا په وار – وار د نړۍوالو سازمانونو او ټولنو دغه نیوکې او غوښتنې رد کړي دي، دوی ویلي، چې په افغانستان کې له بل هر وخت څخه بشري حقونو ته درناوی کیږي او د ښځو د حقونو ساتنه په ښه شکل ترسره کیږي.

دوی د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړې د حق مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې حق نه لري.

هڅه مو وکړه چې د بخښنې د نړۍوال سازمان د اعلامیې په تړاو د طالبانو نظر راواخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

نور خبرونه

رادیو