ملاله یوسفزۍ فیفا ته: د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنئ

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۹

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له فیفا غواړي چې د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني.

د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د دې ملي لوبډلې لوبغاړې اسټرالیا ته کډه شوې دي.

اسټرالیا کې د افغانستان د ښځو لوبډله نړیواله سیالیو کې ګډون نشي کولی او یوازې د ښځو سږني نړیوال جام ننداره یې کوله، چې نن پای ته ورسېد.

ملاله یوسفزۍ چې په اسټرالیا کې د دې جام نندارې ته تللې وه، د شنبې په ورځ یې له افغان لوبډلې سره ولیدل.
د اسټرالیا د اې بي سي رسنۍ د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ وویل: اوس د دې وخت دی چې فیفا پرېکړه وکړي چې د طالبانو په خوا نه درېږي، اوس د دې وخت دې چې فیفا وښيي، د افغان ښځو سره ولاړه ده.

په یوه لیک کې له یو لک شپېتو زرو ډېرو کسانو له فیفا غوښتي چې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني.
د افغانستان د نارینه وو فوټبال لوبډله د فیفا له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، همدا وجه ده چې د ښځو فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشره خالده پوپل وایي، فیفا باید دوی هم په رسمیت وپېژني.

خو فیفا وايي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله او د دې هېواد د فوټبال فدراسیون سره تړلې ده.

د فیفا یوه ویاند ویلي، دا اداره تر هغه یو لوبډله په رسمیت نشي پېژندلی چې د اړوند هېواد ادارې په رسمیت پېژندلې نه وي.

خو د فیفا دا اصول په داسې مهال دي چې طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو سره د دوی پر لوبه هم بندیز لګولی دی.

دې بندیزونو ته په پام ملاله یوسفزۍ وايي، فیفا باید خپل قانون بدل کړي او جلا وطنه افغان لوبډلې ته د لوبو چانس ور کړي.

نور خبرونه

رادیو