د اسلامي خیریه ادارې استازی: په افغانستان کې میندې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره ژاړي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۷

په افغانستان کې د اسلامي مرستو د ادارې مشر وايي، نجونې او هلکان ناهیلي او خلک له ستر بشري ناورین سره مخامخ دي. عمیر حسن ویلي، د افغانستان په کلیو کې یې داسې میندې لیدلې چې د خپلو ماشومانو د خیټو مړولو لپاره یې ژړل.

د هغه په خبره، افغان بزګرانو او ځوانانو هم د راتلونکي لپاره خپلې هیلې له لاسه ور کړې دي.

د اسلامي مرستو اداره یوه بشرپاله اداره ده چې د زیانمنو خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي. دا اداره په ۱۹۸۴ میلادي کال کې په برېتانیا کې جوړه او اوس مهال له ۴۵ زیاتو هېوادونو کې فعالیت کوي.

په هغه راپور کې چې د دغې ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري۲۶) خپور شو، راغلي، په افغانستان کې اقتصادي شکست او نړیوالې انزوا ګڼې کورنۍ بې وزله او بیکاره کړې دي.

د اسلامي مرستو اداره وایي، چې د افغان نجونو او ښځو کړاوونه ډېر شوي دي ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې له زیاتو بندیزونو سره مخ دي.

د اسلامي مرستو ادارې د طالبانو په امر د سینګارتونونو تړلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې تېره میاشت له شپیتو زره ډېرې ښځې بیکاره شوې دي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې دا مهال د افغان مېرمنو ژوند له ستونزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د اسلامي مرستو د ادارې مشر وايي، د افغانستان خلک د ښه ژوند غوښتونکي دي «دوی یوازې د کار موندلو او پیسو ګټلو زمینه غواړي».

د اسلامي مرستو اداره له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دا اداره وايي، تیر کال یې په پنځلسو ولایتونو کې تر ۱۲۰۰ زره زیاتو کسانو ته خپلې مرستې رسولې دي.

دغې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان بشري اړتیاوې پوره کړي، دیپلوماتیکې اړیکې زیاتې او د اقتصاد د ملاتړ، د کارموندنې د ودې او د ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو د سیسټمونو په څېر مهمو خدماتو وړاندې کولو لپاره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.

د اسلامي مرستو ادارې د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر کسان بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو