افغان وېټنیس: تېرو دوو کلونو کې ۱۸۸ د ښځو د سرونو غوڅولو او وژلو پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۷

د یوه نوي راپور له مخې،د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو سرونه پرې کېږي او جسدونه یې په سیندونو او کوڅو کې غورځول کېږي.

د افغان وېټنیس د څېړنې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۳۳۲۹ادعاوې ثبت شوې دي.

څېړونکو د تېر کال له جنورۍ راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو ۱۹۷۷ ادعاوې مستند کړې، چې پکې د وژنې، خپل سرو نیونو او د خلګو ربړول شامل دي.

په دغې څېړنه کې د طالبانو له خوا د ښځو د وژل کېدو، د سلګونو راپورونو یادونه شوې او دغه شمېري ښیي چې د ښځو د وژنې په قضیو کې په تدریجي توګه زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کي راغلي:« د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې، افغان وېټنیس په انفرادي ډول د ښځو د وژنو راپورنه ثبتوي، چې اکثره یې د سخت تاوتریخوالي او وحشت په حالت کې وي.»

څیړونکي وايي، دوی د تېر کال له جنورۍ څخه د روان کال تر جولای میاشتې په ټول هېواد کې ۱۸۸ داسې پېښې ثبت کړې، چې د ښځو د سرونو د غوڅولو یا د ډزو په وسیله او همدارنګه په چړو د وژلو پېښې پکې شاملې دي.

د افغان وېټنیس د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې د مړو شویو جسدونه په سیندونو یا کوڅو کې غورځول کېږي او کله ناکله له جسدونو داسې ښکاري چې له ربړولو وروسته وژل شوې دي.

د افغان وېټنیس د پروژي مسوول ډېوېډ اوسبورن وايي:« طالبانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو لپاره او د هغو چارواکو او امنیتي کسانو لپاره چې د جمهوریت په چوکاټ کې یې کار کاوه، د بخښنې په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو څخه سرغړونه کړې.»

همدارنګه نوموړی وايي:« موږ د خپلو څېړنو په راپور شویو قضیو کې د ښځینه وژنو د زیاتوالي، په عامه ځایونو کې د خلکو مخې ته سزا ورکول، د اعدامونو پیلول، د پخوانیو امنیتي کسانو وژنه او دوامدارې نیونې او د مدنې ټولنې او پر رسنیو دوامداره فشارونه لیدلي دي.»

نوموړی وايي، دا په داسې حال کې ده چې ټولې قضیې نه شي تاییدېدای. خو نوموړی زیاتوي :« پر ګواښونو سربېره یو شمېر ښځې لاریونونو ته دوام ورکړی، خو په افغانستان کې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته د مدني فعالانو او ښځو دغه غږونه ورځ تر بلې منزوي کېږي.»

په دغه څېړنه کې د طالبانو د سترې محکمې ۵۶ خبرپاڼې مستند شوې، چې تر ۳۵۰ زیاتو کسانو ته یې عامه سزاوې ورکړې دي.

طالبانو دوه کاله وړاندې د واک د تر لاسه کولو راهیسې ښځې د کار، زدکړو او عامه ځایونو ته له ورتګه بندې کړې او په ټولو سپورټونو کې یې له ګدون څخه هم راوګرځولې.

د څېړونکو د راپور په حواله د ۲۰۲۱ کال د اکسټ په لومړیو کې د لاریون له پیل راهیسې، د ښځو په مشرۍ شاوخوا ۷۰ لاریونونه شوي، چې پکې یې د زدکړو او کار ته د نجونو او ښځو د بندیزونو سره مخالفت ښودلی وو.

نور خبرونه

رادیو