د ورورۍ فوټبال جام؛ د خوست بريال لوبډلې د هرات صرافانو ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله
د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د ورورولۍ فوټبال جام په پای لوبه کې د خوست ولایت بريال لوبډلې د هرات صرافان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دې جام اتلولي خپله کړه. د خوست بريال لوبډلې د ۰-۱ په توپير سره د هرات صرافان لوبډلې ته د جمعې په ورځ ماتې ورکړه.
د دې سياليو په نيمه پايلوبه کې د خوست بريال لوبډلې د کندهار خانزاده او د صرافان لوبډلې د بلخ اتفاق ټیم ته ۰-۲ ماتې ور کړې وه.
دغه سيالۍ د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د اتو ټيمونو په ګډون د ۱۴۰۲ لمریز کال د اسد له ۲۰مې تر ۲۸مې نېټې پورې د پنجشير په لوبغالي کې ترسره شوې.
په دې ټورنمنټ کې د کابل متحد افغان، د هرات صرافان، د غزني جوانان امید ، د کندهار خانزاده، د پنجشیر اتحاد، د پروان اتحاد، د خوست بریال او د بلخ اتفاق لوبډلې برخه اخیستې وه.