د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د افغان ملي ټیم لوبغاړې یې یوازې ننداره کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۷

په اسټرالیا کې د ښځو نړیوال جام روان دی، خو د افغانستان لوبډله یې یوازې ملبورن کې ننداره کولی شي.

د افغان ملي لوبډلې غړې مرسل سادات ته دا سخته ده او باور یې هم نه کېږي چې نړیوالو لوبو کې د افغانانو استازولي نشي کولی.

دا وايي، یوه ورځ دې نړیوال لوبغاړي ته د ستنېدو لپاره یوازې خوب لیدلی شي.

نوموړې د اسټرالیا له اې بي سي تلوېزون سره په مرکه کې وايي، کله به یې چې د افغانستان په نوم لوبه کوله، ځان ورته زړور، پیاوړی او ویاړلی ښکارېده.

د هغې په خبره: «د لوبې ګټل یا بایلل مهم نه و، مهمه دا وه چې خپل بیرغ مو پورته کړی و او په هېواد کې د نورو مېرمنو غږ و.»

دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د فعالانو، حقوقپوهانو او د افغان لوبډلې د پخوانۍ مشرې له هڅو وروسته اسټرالیا دې لوبغاړو ته بېړنۍ ویزې ور کړې.

د ملبورن د اې لیګ کلب په ملاتړ دې افغان لوبډلې تېر کال یوه ایالتي لیګ کې هم لوبه وکړه.

خو دا لوبډله په نړیوالو لوبو کې له سیالیو بې برخې شوې ده، ځکه فیفا یا د فوټبال نړیواله اداره یې په رسمیت نه پېژني.

د ښځو نړیوال جام ته په پام په یوه لیک کې د څو اونیو په ترڅ کې نږدې یو لک شپېته زره کسانو له فیفا د افغان جلا وطنه لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

د سولې نوبل جایزه ګټونکې او پښتنه ملاله یوسفزۍ هم د دوی ملاتړې ده او له سپورتي چارواکو یې غوښتي چې د جسني انډول لپاره هڅې بهترې کړي.

ټاکلې ده چې نوموړې په ملبورن کې سبا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې سره وویني.

مرسل سادات باور نه کوي چې په لوبو کې ګډون نه لري

د افغانستان د نارینه وو فوټبال لوبډله د فیفا له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، همدا وجه ده چې د ښځو فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشره خالده پوپل وایي، فیفا باید دوی هم په رسمیت وپېژني.

خو فیفا وايي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله او د دې هېواد د فوټبال فدراسیون سره تړلې ده.

د فیفا یوه ویاند ویلي، دا اداره تر هغه یو لوبډله په رسمیت نشي پېژندلی چې د اړوند هېواد ادارې په رسمیت پېژندلې نه وي.

خو د فیفا دا اصول په داسې مهال دي چې طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو سره د دوی پر لوبه هم بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلې ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې دي.

د انګلنډ او اسپانیا لوبډلې د دې اتلولۍ پایلوبې ته وتلې دي او د راتلونکي یکشنبه سره لوبېږي.

نور خبرونه

رادیو