د بشري حقونو څار سازمان: افغان مېرمنې د سوله ییز مقاومت مشري په غاړه لري

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۶

دغه سازمان په خپاره شوي راپور کې د طالبانو پر وړاندې د ښځو له مېړانې ستاېنه کړې.
د دغه سازمان څېړونکي لیکلي، چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، افغان مېرمنې د سوله ییز مقاومت مشري په غاړه لري او د هغوی لاریونونه ورځ تر بلې سیاسي رنګ خپلوي.

د بشري حقونو څېړونکې سحر فطرت، لیکي: «يوې ځوانې مېرمنې د طالبانو له واکمنۍ څو ورځې وروسته په یوې وی‌‌‌‌‌‌ډېو کې په شور او ځوږ چیغې وهلې: « موږ له مرګه وېره نه لرو، موږ تل پاتې نسل یو موږ به خپلواکي سمسوره وساتو.» هغه وایي، د اګست په پنځلسمه اعتراضونه د دې خبرې غوره بېلګه ده.

د هغې په خبره، د مېرمنو د مقاومت غورځنګ ځوان خوځښت دی؛ که څه هم چې خور، وور دی خو مېړنی، غښتلی او د ودې په حال کې یو خوځښت دی.

په دې مطلب کې راغلي، چې طالبان غواړي په رېښتیني توګه مېرمنې له ټولنیز ژونده بې برخې کړي.

مېرمن فطرت په دې اند ده، طالبان وېره لري چې د هغوی پر وړاندې د ښځو مقاومت ورځ تر بلې سیاسي رنګ خپلوي.
د بشري حقونو د څار سازمان لیکواله ټينګار کوي، چې د طالبانو له خوا په ښځو لګول شويو بندیزونو مېرمنې اړې کړې، چې د خپلو غوښتنو له پاره مبارزه وکړي او ځانونه له ګواښ سره مخامخ کړي.
د دغو مبارزو د توضیح په برخه کې راغلي: کله چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مېرمنو د حقونو فعالانې تېښتې ته اړې شوې، نورې مېرمنې چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره پېغلې او ‌‌‌‌‌‌ډېرې پېژندل شوې هم نه وې؛ نو په شور او ځوږ سره راپورته شوې او یو نوی خوځښت یې جوړ کړ چې نن سبا په پراخه توګه د خلکو په منځ کې د «نان، کار، آزادی یا ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ، کار او خپلواکي» په نامه پېژندل کېږي.

د بشري حقونو د سازمان لیکوال یادونه کړې، د طالبانو له خوا د دغو لګول شویو بندیزونو وروسته د مېرمنو له پراخه او دوامداره مقاومت څخه دا درس اخیستل کېږي چې دغه اعتراضونه به د نورو خوځښتونو له پاره لار پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو