ګورډن براون: د طالبانو ایډیالوژیک لیدلوری باید په مستقیمه توګه وننګول شي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۶

د برېټانيا پخوانی لومړی وزير ګورډن براون وايي، د طالبانو عقاید باید د نظر اختلاف ونه ګڼل شي او د بېلابېلو مسايلو په اړه باید د دغې ډلې مذهبي نظرونه تر پوښتنې لاندې راشي.

نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې کندهار ته يو پلاوى ولېږي او طالبانو ته قناعت ورکړي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه د براون څرګندونو په روانه اونۍ کې د رسنیو پام ځانته اړولی دی.
نوموړی چې د زده کړو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی دی، د زمري میاشتې په نوولسمې نېټې یې ویلي و، چې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت ضد جنایت» دی.
براون په لاهه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل، چې د طالبانو مسوول چارواکي تر څار لاندې ونیسي.

براون د چهارشنبې په ورځ د عرب نیوز وېب پاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو ایډیالوژیک لیدلوری باید په مستقیمه توګه وننګول شي؛ ځکه چې د هغه په وینا، دا نظرونه په قرآن او اسلام کې نشته.

طالبان وايي، د ښوونځيو د پرانېستلو مسئله کورنۍ ده او له نورو هېوادونو سره هېڅ تړاو نلري.

د برېټانيا پخواني لومړي وزير له لويو اسلامي هېوادونو وغوښتل، کندهار ولایت ته يو پلاوى واستوي چې طالب مشران د ښوونځيو پر بیا پرانيستلو قانع کړي.

براون وړاندیز وکړ، که طالبانو د ټولو افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونه دروازې پرانیستلې، نړۍ به هغه مرستې چې له دوه زره او لومړي څخه تر دوه زره او یووېشتم کاله پورې له افغانستان سره کړې وې، بیا ځلې وړاندې کړي.

تر دې وړاندې د برېټانیا د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېټې مشر ویلي و، چې طالبان د ښځو پر زده کړو بندیز او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د معاملې د وسیلې په توګه کار اخلي.

نور خبرونه

رادیو