امربالمعروف وزارت: که ښځې مخونه ښکاره کړي بې ارزښته کیږي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۶

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې د طالبانو ټول دیني علماء په دې موافق دي، چې که چېرې ښځې په عام محضر کې خپل مخونه ښکاره کړي او سړي یې وویني نو بې ارزښته کیږي.

اسوشیتډ پریس خبري اژانس؛ د دغه وزارت د ویاند محمد صادق عاکف په حواله وايي، چې که چېرې په عامه ځایونو کې د ښځو مخونه ښکاره شي نو د فتنې د رامنځته کېدا او په ګناه د اخته کېدو امکان ډېریږي.

عاکف زیاتوي: “په لویو ښارونو کې د بې حجابه مېرمنو ګرځېدل ډېر بد عمل دی او موږ ټول په دې موافق یو، چې الله ج باحجابه ښځو ته په عزت ګوري”.

د نوموړي په خبره، چې د افغانستان خلکو اسلامي نظام غوښت او طالبان ټول هغه قواعد چې په اسلام کې وضع شوي پر افغانانو تطبیقوي.

عاکف زیاتوي، چې دوی په افغانستان کې بچه بازي او د نڅاګرۍ د پروګرامونو مخه هم نیولې ده.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو په لیکو کې د بچه بازۍ راپورونه له بل هر وخت زیات شوي او د دغې ډلې په لیکو کې د کم عمره ماشومانو موجودیت د طالبانو یو شمېر چارواکي هم تاییدوي.

د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې ښځې هغو ځایونو ته تللی شي په کوم ځای کې چې نارینه نه وي.

نوموړي زیاته کړه: “ښځې کولی شي چې پارک ته لاړې شي؛ خو که چېرې په پارک کې سړي وي بیا پارک ته د تګ اجازه نه لري”.

د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره ګڼو نړۍوالو سازمانونو طالبان د ښځو پر وړاندې په خشن برخورد تورن کړل او ویلي یې دي، چې طالبان په افغانستان کې په قصدي ډول ښځې له ټولنیز ژوند څخه محروموي.

تېره ورځ د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون ویلي، چې د طالبانو عقاید باید د نظر اختلاف ونه ګڼل شي او د بېلابېلو مسايلو په اړه باید د دغې ډلې مذهبي نظرونه تر پوښتنې لاندې راشي.

نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې کندهار ته يو پلاوى ولېږي او طالبانو ته قناعت ورکړي.

براون چې د زده کړو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی دی، د زمري میاشتې په نوولسمې نېټې یې ویلي وو، چې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت ضد جنایت» دی.

نور خبرونه

رادیو