د انګلنډ د ښځو فوټبال لوبډله د اسټرالیا په ماتولو اول ځل په نړیوال جام کې پایلوبې ته ووتله

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۵

د انګلنډ د ښځو فوټبال لوبډلې د چارشنبې په ورځ کوربه لوبډلې اسټرالیا ته د ۳ـ۱ ماتې ور کولو سره اول ځل د ښځو فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته لار ومونده.

انګلنډ د یکشنبې په ورځ له اسپانیا سره پایلوبه لري.

د هالنډ اوسېدونکې او د انګلنډ ملي لوبډلې روزونکې سرینا وایګمن چې ۲۰۱۹ کې یې خپله ملي لوبډله تر پایلوبې رسولې وه، د انګلنډ په نننۍ بریا سره لومړنۍ روزونکې شوه چې د دوو مختلفو هېوادونو لوبډلې د نړیوال جام تر پایلوبې رسوي.

د انګلنډ د ښځو لوبډلې تر دې مخکې د اروپا جام پایلوبه ګټلې ده.

که د ښځو نړیوال جام هم وګټي، نو اول ځل به په یوه کال کې دوه نړیوالې اتلولۍ په خپل نوم کړي.

تېرو دوو نړیوالو جامونو کې د انګلنډ ښځینه لوبډله نیمه پایلوبه کې له لوبغاړي اېستل شوې وه.

په سږنیو سیالیو کې د اسټرالیا د ښځو لوبډله هم اول ځل نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه او اوس به د دریم مقام د ګټلو لپاره له سوېډن لوبډلې سره سیالي کوي.

د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلې ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې دي.

نور خبرونه

رادیو