د ملګرو ملتونو د ښځو اجرايي مدیره له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار ته دوام ور کړي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۵

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرایي مدیرې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د مېرمنو د حقونو د نقضولو له امله پر طالبانو فشار ته دوام ور کړي.

سیما باهوس طالبان تورن کړل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر حقونو سیستماتیک، بنسټیز او بې مخینې تېری کوي.

مېرمن باهوس د سې شنبې په ورځ، د اسد پر ۲۴ چې د اګسټ له ۱۵ سره سمون لري، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت بیان کې ویلي: «له افغان نجونو او ښځو سره د ملګرو ملتونو ژمنه نه ماتېدونکې او لازمي ده.»

هغې پر طالبانو غږ وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پر اوس او راتلونکي کوم څه تپلي د هغه تاوان دې هم وسنجوي.

دې چارواکې خپل بیان کې لیکلي: «طالبانو له ۵۰ ډېرو فرمانونو او بندیزونو سره د ښځو د ژوند یوه برخه هم بې لاسوهنې نه ده پرېښودلې او یو ډول ازادي یې هم ترې په امن نه ده پاتې. هغوی داسې سیستم جوړ کړی چې د ښځو پر ځپلو ولاړ دی او په پراخ ډول جنستي تبعیض ګڼل کېږي.»

مېرمن باهوس د افغان مېرمنو د ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه او د هغوی پر غږ اوچتولو، د دوی د وړاندیزونو او لومړیتونو په شمول د دوی د اړتیا وړ خدمتونو پر مالي تامین یې ټینګار وکړ.

نور خبرونه

رادیو