د افغانستان د فوټبال ښځینه جلاوطنه لوبډلې له فیفا څخه د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۵

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشره، ۲۱ کلنه فاطمه یوسفي وايي: '' مونږ نه تسليميږو''.

هغه وایي: "موږ په افغانستان کې د خپلو خویندو او میندو لپاره لوبېږو. موږ د هغوی غږ یو".

له دوو کلونو را په دې خوا کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، افغان مېرمنې له بنسټیزو حقونو؛ لکه له زده کړو، کار او په سپورت کې له ګډونه محرومې شوې دي.

اغلې یوسفي له ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "افغانستان اوس مهال د ښځو لپاره زندان دی".

نوموړې زیاتوي؛ کله چې طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه، هغه په دې بریالۍ شوه، چې له خپلې لوبډلې سره یو ځای اسټرالیا ته لاړه شي.

هغې وویل: "زموږ د لوبې کولو مهمه برخه داده، چې خپلو هغو خویندو ته چې په افغانستان کې مبارزه کوي ښکاره کړو چې دوی یوازې نه دي، بلکې موږ ورسره یو".

نوموړې وايي، چې دوی په جلاوطنۍ کې د خپل هېواد استازیتوب نه شي کولی او غواړي چې یو ځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب سیالۍ وکړي.

بلخوا د فوټبال نړۍوالې ادارې «فیفا» د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له رسمیت پېژندنې څخه ډډه کړې ده.

هغه وايي، چې فیفا د دوی له پر له پسې غوښتونو سره - سره هم دوی ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټګره او اوسنۍ مشره وایي، چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د طالبانو په کنټرول کې دی.

هغه له فیفا غواړي، چې د لوبډلې، لوبغاړو، اتحادیې او فیفا له استازو یوه موقته کمېټه جوړه کړي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه خپلواکه وي او بیا دې په رسمیت وپېژني.

دوی د یوه غوښتنلیک په لیکلو سره چې تر سل زرو زیات لاسلیکونه پکې شوي له فیفا څخه غوښتې چې اجازه ورکړي یو ځل بیا د افغانستان استازیتوب وکړي.

د پاکستان د ښځو او جونو د زده کړو فعالې ملالۍ یوسفزۍ هم په دې برخه کې خپل ملاتړ له افغان ښځینه فوټبال لوبډلې سره څرګند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو