ګورډن براون: د جرمونو نړیواله محکمه باید طالب مشران د بشري ضد جرمونو له امله محاکمه کړي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۵

د زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د برېتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د ملګرو ملتونو یوه مجازی مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، ای سي سي باید د نجونو پر زدکړو د بندیز لګولو په تړاو د بشري ضد جرمونو له امله طالبان محاکمه کړي.

ګورډن براون د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت دغه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، چې اوسني واکمنان "د ښځو او نجونو له حقونو څخه د خورا سختو، وحشي او د نه منلو وړ سرغړونو مسوولیت په غاړه لري.”

د نړیوالو زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، د جرمونو نړیواله محکمه باید طالب مشران د بشري ضد جرمونو له امله محاکمه کړي چې افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه ورکوي.

ګورډن براون زیاتوي، چې د دغه هېواد واکمنان د ښځو او نجونو له حقونو څخه سختې، ناوړه او نه جبرانېدونکي سرغړونې کوي او د دغو ناروا کړنو مسوولیت د اوسنیو طالب واکمنانو په غاړه دی.

هغه وایي، چې د ای، سي، سي څارنوال کریم خان ته یې یو قانوني نظر لیږلی، چې له مخې یې پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار بندیز جنسي تبعیض دی او دغه څه باید د انسانیت پر وړاندې جرم وګڼل شي، او دوی باید د نړیوالې جنایي محکمې لخوا محاکمه شي.»

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د ۲۰ کلنې جګړې وروسته واک ته ورسېدل. او هغه بندیزونه یې چې په خپلې پخوانۍ واکمنۍ کې لګولي وو، یو ځلې بیا یې هماغه قوانین یو پر بل پسې ولګول، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د ښوونځي پر تګ بندیز، د ښځو په کار بندیز، عامه ځایونو، کلپونو، پارکونو ته د تګ بندیزونه هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو نیمایي برخه یې له خپلو حقونو منعه کړې او په دې وروستیو کې یې ښځینه سینګارتونونه هم ور وتړل.

نور خبرونه

رادیو