یونیسف: په افغانستان کې د نجونو رواني وضعیت د اندېښنې وړ دی

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۵

په امریکا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو د رواني روغتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې په افغان نجونو کې خفګان پراخ دی او د دوی تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

یونیسف د نجونو دا حالت «خواشینوونکی» ښودلی.

په دې راپور کې د افغانستان د روباټیکو نجونو د لوبډلمشرې سمیه فاروقي له خولې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شوې ده. هغه د کابل له سقوط دوه میاشتي وروسته کله چې په قطر کې وه؛ له سخت حالت څخه تېریده او له هېواده بهر یې باید ځان د ژوند کولو لپاره چمتو کړی وی.

سمیه فاروقي د یونیسف دفتر ته ویلي؛ «ما ډېر د خفګان حس کولو، هر کله چې به د افغانستان په اړه غږېدو سترګې به مو له اوښکو ډکې شوې. د هغه څه په اړه خبرې چې په دې وروستیو کې مو لیدلي وو، ستونزمن وو».

سمیه فاروقي په قطر کې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوه، کالج ته یې غوښتنلیک ورکړ او د قطر د پراختیایي صندقه یې په امریکا کې د انجنیرۍ په برخه کې بورسیه ترلاسه کړه.

هغه وایي: «هغه هیلې چې ما په ماشومتوب کې لرلې د نن له واقعیت سره په پرتله ډېر توپیر لري. زه د هغې رشتې په لوستلو بوخته یم چې تل مې هیله لرله، خو ما هیڅکله دا فکر نه و کړی، چې د دې کار لپاره مجبوره شم هېواد پرېږدم».

هغې له هغو نجونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له زدکړو بې برخې شوي او باور نه کوي، چې په افغانستان کې د دې ملګرې لا هم د زدکړو له حقه محرومې دي.

نور خبرونه

رادیو