د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره: طالبان پخواني سرتېري شکنجه کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۴

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې نن ورځ (د زمري ۲۴مه) ملي رخصتي اعلان کړې، مګر دا ورځ د جشن لپاره نه بلکې د غبرګون ورځ ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې ایلین پییرسن نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) پر ایکس (ټویټر) د "په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنه واکمني" تر سرلیک لاندې د دغه سازمان په یوه سپیس کې وویل، چې دوه کاله پخوانی له شور، ویرې او ګډ وډۍ ډک کابل او د خوندي ځای په لټه د خلکو ویرېدلي مخونه له هیچا نه هېریږي.

نوموړې زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز فعالیت څخه محرومې کړي او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

مېرمن پییرسن زیاتوي: “طالبانو په رسنیو هم محدودیتونه وضع کړي، سیمه ییزې رسنۍ تر څار لاندې دي او نړۍوالې رسنۍ په بشپړ ډول بندې شوي دي”.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره وايي، چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت عسکر او کارکوونکي شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.

نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې نن په ملګرو ملتونو کې د ښځو د چارو اجراییوي رییسې سیما بحوث هم په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولنیز ګډون څخه محرومې شوي دي او دوی نه شي کولی چې د خپلو افغانو خویندو پر وړاندې چوپ پاتې شي.

هغه وايي: “زموږ د افغان خویندو ځورېدنه موږ ته د منلو وړ نه ده او دا بندیزونه باید ژر تر ژره پای ومومي”.

مېرمن سیما بحوث په ټولو غاړو غږ کړی، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي او د افغان مېرمنو لپاره دې خدماتي بودیجه ورکړي، ځکه له بل هر وخته زیاته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو