د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې: افغانستان له بشري بحران سره مخ دی

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۴

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي؛ د افغانستان خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي، مګر افغانستان د نړۍوالو رسنیو له پامه غورځېدلی هېواد دی.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له نېږدې درېیو برخو څخه دوه برخې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي او په سلګونه زره ماشومان او مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي.

نوموړې زیاتوي، چې د طالبانو په راتګ سره افغانستان له یوه بحران سره مخ شوی او د نړۍوالو مرستې هم کمې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په مېرمنو او نجونو د زیاتېدونکو بندیزونو له امله بشري وضعیت لا ترینګلی شوی دی.

د هغې په خبره، چې نړۍوال باید په افغانستان کې روان بشري ناورین ته په کتو د بشري مرستو اندازه زیاته کړي او د طالبانو له خوا د ښځو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو تر وخته دې پر طالبانو فشارونه لا زیات کړي.

د یادونې وړ ده، چې نن (د زمري ۲۴مه) د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې ایلین پییرسن هم پر ایکس (ټویټر) د دغه سازمان په یوه سپیس کې ویلي، چې دوه کاله پخوانی له شور، ویرې او ګډ وډۍ ډک کابل او د خوندي ځای په لټه د خلکو ویرېدلي مخونه له هیچا نه هېریږي.

نوموړې زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز فعالیت څخه محرومې کړي او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

تر اوسه طالبانو د نړۍوالو سازمانونو د غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو