د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییسه: طالبان پر افغان مېرمنو ډله ییز زور زیاتی کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۴

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییسه سیما بحوث وايي، چې طالبانو په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې د افغان مېرمنو په بشري حقونو بې ساري بریدونه کړي دي.

نوموړې نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسیو د بدلولو په موخه خپل فشارونه لا زیات کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو د محدودولو لپاره یوازې پنځوس فرمانونه او حکومنه صادر کړي، چې له مخې یې د ښځو د ټولنیز ژوند هېڅ داسې برخه نه ده پاتې چې محدوده شوې نه وي.

اعلامیه د مېرمن سیما بحوث په حواله وايي:" طالبانو پر ښځو د ډله ییز زور زیاتي یو داسې سیستم رامنځته کړی، چې په پراخه کجه پکې جنسیتي تبعیض په پام کې نیول شوی دی".

نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدنې دوه کاله پوره شول، خو نړۍواله ټولنه لا هم اندېښنه لري، چې د طالبانو له خوا په دوحه کې د کړیو ژمنو سربېره پر ښځو بندیزونه زیات شوي دي.

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجراییوي رییسه وايي، چې په روان کال کې یې افغانستان ته سفر کړی و او په دغه سفر کې یې د ښځو د حقونو په باب له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې هم کړي دي.

نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولنیز ګډون څخه محرومې شوي دي او دوی نه شي کولی چې د خپلو افغانو خویندو پر محدودیت چوپ پاتې شي.

هغه وايي: “زموږ د افغان خویندو ځورېدنه موږ ته د منلو وړ نه ده او دا بندیزونه باید ژر تر ژره پای ومومي”.

مېرمن سیما بحوث په ټولو غاړو غږ کوي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي او د افغان مېرمنو لپاره دې خدماتي بودیجه ورکړي، ځکه له بل هر وخته زیاته اړتیا لري.

نوموړې وايي: “ له نړۍوالې ټولنې څخه غواړم، چې د هرې ممکنه لارې څخه خپلو فشارونو ته دوام ورکړي."

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو لا هم افغانې نجونې او ښځې د زده کړو، کار او د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم په خپله اعلامیې کې ویلي وو، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.

نور خبرونه

رادیو