انجلینا جولي مطیع الله ویسا ته: په هرې تورې شپې پسې سهار راځي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۴

د هالیووډ سینما وتلې فلمي ستورې او د کډوالۍ د چارو فعاله انجلینا جولي د زده کړو فعال مطیع الله ویسا ته په یوه لیک کې د هغه په نیول کېدو حیرانتیا څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې یوه ورځ به ورسره وویني.

د دغه لیک یوه کاپي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې؛ پکې مېرمن جولي د مطیع الله ویسا د خلاصون هیله څرګنده کړې ده.

نوموړې ویسا ته ویلي: " له ټولو هغو کسانو سره یو ځای، چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړو په اړه د ټولو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي؛ خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې بېرته د دې جوګه شئ، چې خپل دغه مهم کار ته دوام ورکړئ."

انجلینا جولي؛ په دغه لیک کې زیاتوي، چې د مطیع الله ویسا په څېر د داسې یوې ورځې خوب ویني، چې پکې د افغانستان هر ماشوم وشي کولی په ازاده توګه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي.

نوموړې په دغه لیک کې ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. هغه زیاتوي: " تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور څخه په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه او غوره کار کوئ."

د هالیووډ دغه وتلې فلمي ستورې په داسې حال کې د مطیع الله ویسا په نوم لیک لیکي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار لا هم بندیزونه موجود دي.

طالبانو د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې ونیو او تر اوسه د دوی په زندان کې دی.

د یادونې وړ ده، چې انجلینا جولي د فلم ستورې تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې نېږدې دوه لسیزې کار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو