ذکیه خدادادي د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۴

ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه.

هغې د هالنډ په روټردام کې د اتلولۍ له ګټلو وروسته اوښکې تویولې او افغان مېرمنو ته یې د یوه پیغام له لارې خپل مډال ډالۍ کړ.

اغلې خدادادي د ترکيې د ټکواندو دوو لوبغاړو او د اوکراين يوې لوبغاړې ته په ماتې ورکولو سره د منفي ٤٧ کيلوګرامو په وزن کې د اروپا اتله شوه.

د ټکواندو افغانې لوبغاړې خدادادي لومړۍ لوبه د ترکیې له "بسرا امره" څخه د ۳۲-۲ په پرېکنده پایلې سره وګټله.

بیا هغې د اوکراین ویکټوریا مارچوک ته په ۹-۱۸ماتې ورکړه او د سیالۍ پایلوبې ته ورسېده.
په پایلوبه کې يې د ترکيې د ټکواندو له يوې بلې لوبغاړې "مورسيان ايکنسي" سره مخامخ شوه، که څه هم لوبه ٦-٦ برابره شوه. خو خدادادي د غوره سیالۍ په ترسره کولو او د څاروونکو (داورانو ) د رایو له امله دغه لوبه وګټله او د اروپا اتله شوه.

خدادادي، افغانستان انټرنشنل ته په یوه ېشوي غږیز پیغام کې ویلي: "د مډالونو او جایزو د وېش پر مهال مې ژړل. "ځکه چې زه کډواله یم، زما د هېواد بېرغ په سیالۍ کې نه و او نه هم د سیالۍ په تالار کې د افغانستان ملي سرود وغږول شو."

نوموړې چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.

خدادادي په خپل اېکس یا پخواني ټوېټر پاڼه کې د اروپا د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته لیکلي: "زه د اروپا د اتلولۍ دغه د سرو زرو مډال د خپل هېواد، افغانستان ټولو زړورو نجونو او ښځو ته ډالۍ کوم."

هغې د اېرج جنتي عطايي د یوه شعر په خپرولو سره زیاته کړې: " هر څو دې چې په تبر ووهلم، ټپي نه شوم او غوټۍ شوم."

مېرمن خدادادي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د توکیو د پارالمپیک لوبو کې د ګډون په اړه شکمنه وه، بالاخره له حسین رسولي سره فرانسې ته ولاړه او د توکیو د المپیک د پای په جوړه شوې غونډه کې یې د افغانستان بېرغ پورته کړ.

هغه لومړنۍ افغانه ښځینه لوبغاړې ده، چې د پارا المپیک په سیالیو کې یې ونډه اخېستې ده.

ذکیه خدادادي چې په کیڼ لاس مشهوره ده، لا هم د فرانسې پاسپورت نه لري.

هغه وايي: "زه لومړۍ معلوله افغانه ښځه یم، چې د اروپا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټم."

خدادادي هوډ لري، چې په ټکواندو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو د پارا‌ المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وګټي.

نور خبرونه

رادیو