د طالبانو دوه کلنه واکمني او د ښوونیز نظام سقوط
د ښځینه زده کوونکو کورنۍ وایي، که طالبان د نجونو د زده کړو په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، راتلونکی نسل به له یوې مخې نالوستی پاتې شي. د دوی په وینا، د زده کړو او تعلیم حاصلول د ټولنې د بقا او د تاریخي ارزښتونو د ساتنې ضمانت کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو په نا مستقیمه توګه له بېلابېلو لارو د طالبانو د لیدلوري د بدلېدو په اړه تبلیغات وکړل؛ خو د دغو کړیو تبلیغات، په ځانګړې توګه بیا د ښځو پر وړاندې کومه پایله نه لرله.
طالبانو د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته، په لومړي ګام کې د ښځو چارو وزارت لغوه او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت رامنځته کړ.
د امر بالمعروف وزارت له رامنځته کېدو وروسته د نجونو پر وړاندې لومړی د ښوونځيو او ورپسې د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او د دوو کلونو په تېرېدو سره تراوسه هم د پوهنتون ترڅنګ د منځنۍ او لېسې دورې زده کوونکو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د نجونو پر وړاندې د طالبانو دا اقدام سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شو؛ خو بیا هم طالبانو خپل دریځ نه دی بدل کړی.
ادیبه نوري چې د نهم ټولګي زده کوونکې وه او اوس مهال په کور کې نورو ماشومانو ته د ریاضي او انګلیسي برخو کې درس ورکوي وایي: «هر ځل چې د نجونو د زده کړو لپاره د اعتراض غږ پورته کېده، یوه هیله به راته پیدا شوه، چې بیا ځلې به خپلو درسونو ته دوام ورکړای شم؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره نهیلې کېږم.»
طالبانو په لومړیو ورځو کې پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګېو د جلا کېدو امر وکړ؛ خو کله چې د درسي ټولګیو د نشتوالي او د استادانو د کموالي له امله له ستونزو او اعتراضونه سره مخ شول، ویې ویل چې د ښځینه او نارینه محصلانو ترمنځ دې پرده وځړول شي.
طالبانو پر دې هم بسنه ونه کړه او دا چې په هره برخه کې د نجونو د زده کړو مخه ونیسي په یوې پلمې پسې ګرځېدل، تر هغه چې دوی د پوهنتون دروازې هم وتړلې او زرګونه نجونې له خپلو نیمګړو هیلو سره په کور کېناستې.
فتانه مایار د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د شپږم سمسټر زده کړیاله وه.
نوموړې وایي، ټول هغه قوانین چې د طالبانو له خوا دوی ته جوړ شول، غاړه یې ورته کېښوده خو بیا هم طالبانو ته د قناعت وړ نه و.
هغه وایي، اوس هم د طالب ټول سخت قوانین په ځان مني؛ خو یوازې دوی ته دې د زده کړو د دوام فرصت ورکړل شي.
د یوه خصوصي پوهنتون استاد د نوم د نه اخیستو په شرط وایي، چې تېر دوه کلونه یې د ژوند تر ټولو بدې شپې او ورځې وې.
د نوموړي په خبره، طالبان به هره ورځ پوهنتون ته د څار په موخه ورتلل او په هر ځل تګ سره به یې د نجونو پر وړاندې یو نوی قانون له ځانه سره راووړ.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون وایي، که طالبان په دې برخه کې خپل دریځ بدل نه کړي د دوی نظام به ډېر ژر له منځه ولاړ شي.
د ښځو د حقونو فعاله زلاله هاشمي وایي، تعلیمي نظام ته سخته ضربه رسېدلې او سره له دې چې د تېرو دوو کلونو جبران به ډېر سخت وي؛ خو بیا هم پر طالبانو غږ کوي، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې دې خپل لیدلوری بدل کړي که نه ډېر ژر به د طالبانو حکومت هم نسکور شي.
د یوه دولتي ښوونځي د لېسې دورې استاده رحیمه کمین یار د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، طالبانو په خپل ناوړه چلند سره وښودله چې د ښځو او نویو ارزښتونو پر وړاندې د دوی په تګلارې او چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د دوی د فرمانونو لړۍ هم پیل شوه.
لسګونه فرمانونه تراوسه د طالبانو له خوا صادر شوي او ډېری یې پر ښځو د محدودیتونو په اړه وو.
د نجونو د زده کړو مخنیوی، له محرم پرته د ښځو پر ګرځېدو بندیز، په تصویري رسنیو کې د ماسک کارول، په یوازې توګه د ښځو د سفرونو مخنیوی، جبري حجاب یا برقعه، پارکونو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی، د حمامونو او سینګارتونونو تړل کېدل او لسګونه نور بندیزونه هغه څه وو، چې افغانې مېرمنې په دغو دوو کلونو کې ورسره مخامخ شوې دي.