د افغانستان لپاره د چاپان سفیر: د افغانانو اقتصاد په ټپه ولاړ دی

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۳

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، چې د ښځو پر حقونو دوامداره محدودیت لا ډېرې اندېښنې راپورته کړي دي او هره ورځ د افغانستان ښځې د ټولنیز ژوند فرصتونه له لاسه ورکوي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر له یوې چاپانۍ رسنۍ این ایچ کی انلاین سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو او بشر حقونو پر محدودیت خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

نوموړی وايي، چې په افغاني ټولنه کې ښځې هره ورځ د خپل ټولنیز ژوند د لرلو فرصتونه له لاسه ورکوي او که طالبان غواړي یو باثبات افغانستان ولري نو اړتیا ده چې له ښځو ملاتړ وکړي.

تاکاشي زیاته کړه: “ما په وار- وار د طالبانو مشرانو ته ویلي؛ که په افغانستان کې ثبات او سوکالي غواړئ له ښځو ملاتړ وکړئ”.

نوموړی ‎وايي، چې د افغانستان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بهرنۍ مرستې کمې شوي او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.

سفیر زیاتوي، چې جاپان د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو په اړه د نسبتاً نرمې پالیسۍ څخه کار واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له راتلو سره سم په موقت ډول د قطر هېواد ته انتقال شو؛ خو تېر کال یې د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، مګر لا هم طالبان د ښځو پر وړاندې له سخت دریځ څخه کار اخلی.

نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د کاپوهانو یوې ډلې په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.

دوی لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې نه دي عملي شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو له بښنې سرغړونه کېږي، په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لارښوونې له پامه غورځول کېږي، اقلیتونه تر پښو لاندې کېږي او له تبعیض سره مخ کېږي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې طالبان له انساني کرامت څخه د سرغړونې په څېر ظالمانه سزاګانې کاروي؛ لکه: سنګسار، په دورو وهل او تر دېوال لاندې کول، چې د بشري حقونو له نړۍوالو معيارونو سره په ټکر کې دي.

نور خبرونه

رادیو