طالبانو په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۳

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت رسنیو ته امر کړی چې په هیڅ صورت دې د ښځو غږونه نه خپروي.

ویل کېږي، چې د طالبانو دغه حکم د د روانې زمري له میاشتې راهیسې پلې شوی.

په راپور کې راغلي: "دا مهال د بي بي سي ميډیا اکشن برخه د "درملنې" په نوم یو ځانګړی پروګرام لري چې د روغتیا او ناچاودو توکو له امله د ستونزو او ګواښونو په اړه د پوهاوي په برخه کې جوړ شوی، د نوي لارښود له مخې به د هلمند په ازادو رسنیو کې نه خپرېږي. دا خپرونه چې شاوخوا یو نیم ساعت اوږده ده، د دې لارښود له صادرېدو مخکې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیوګانو څخه خپرېده."

ویل شوي، چې د طالبانو په حکم کې د ښځو په غږ د ژوندۍ او نورو خپرونو وړاندې کول هم شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دغه بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو رسنیو ته بېلابېلې لارښوونې کړې دي. طالبانو امر کړی، چې ښځې دې په رسنیو کې خپل مخونه پټوي او له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغوی له پرلپسې اړیکو وروسته هم له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

نور خبرونه

رادیو