طالب چارواکي: پوهنتونونه د نجونو د زدکړو لپاره چمتو دي، خو د خپل مشر پرېکړې ته په تمه یو

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۲

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سلاکار وايي، تر هغه چې مشر یې امر نه وي کړی د دغو پوهنتونونو دروازې به د تېر په څېر تړلې پاتې وي.
طالبانو په تېر ډېسمبر میاشت کې نجونې له پوهنتونو منع کړې، چې په پر افغانستان سربېره یې په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راوپارول.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، واک ته د طالبانو له رسېدو سملاسي له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو بندې شوې. له دغې پرېکړې وروسته افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد شو، چې نجونې یې د زدکړو اجازه نه لري.

د افغانستان د دې ډلې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم هغه مهال ویلي وو، چې د جنسیت د اختلاط د مخنیوي لپاره پر نجونو د پوهنتون بندیز اړین دی او د ده په باور د ځینو مضامینو تدریس هم د اسلامي اصولو او شرعي احکامو سره په ټکر کې دی.

هغه وويل، دغه بنديز چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله لخوا صادر شوى، تر بلې خبرتيا پورې به پر ځاى پاتې وي.

اوس د لوړو زدکړو وزارت سلاکار مولوي عبدالجبار اسوشېتد پرېس ته ويلي :«کله چې امیرالمومنین د لګېدلي بنديز د لرې کولو امر وکړي، نو د ټولو پوهنتونو چاپېریال د ښځينه محصلينو د زده کړې لپاره چمتو دی.»
خو دا چې د طالبانو مشرتابه به کله دغه پرېکړه کوي، مولوي عبدالجبار یې په اړه څه نه دي وایي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:« کله چې امیرالمومنین امر وکړي، چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزئ، نو موږ به په هماغه ورځ د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړو.»
هغه ویلی:«زموږ ټول مشران د نجونو د زدکړو د بیا پیلېدو پلوي دي، ان زموږ وزیران هم د دغه کار پلوي کوي.»

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سلاکار دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې واک ته د دوی د رسېدو دویمې کلیزې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
ګڼ افغانان د پوهنتونونو او د نجونو لپاره د ښوونځيو د بیا پرانیستو په برخو کې پر دغه ‌‌‌‌‌‌ډله سخت بې باوره شوي دي.

هغوی پوښتي، چې د نجونو لپاره د مناسب چاپېریال جوړونه ولې دومره ستونزمن دي چې دوی یې د دوو کالو له تېرېدو وروسته هم نه شي برابرولی.

نور خبرونه

رادیو