په کابل او تخار کې ښځو یو ځل بیا د طالبانو پرضد مظاهرې وکړې

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۱

له افغانستان را رسېدلي راپورونه وايي، په کابل او تخار کې د ښځو دوو ډلو د شنبې په ورځ یو ځل بیا د طالبانو د «ظالمانه سیاستونو» پر ضد مظاهرې وکړې.افغانستان انټرنشنل ته له کابل څخه سرچینو وویل، چې طالبانو دې ښار کې له مظاهرې په خبریدو سره د معترضو مېرمنو د غونډېدو پر ځای برید وکړ.

همداراز افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې لیدل کیږي چې مظاهره کوونکو ښځو د غونډي ځای بدل کړی او په یوه بل سړک خپل پرېکړه لیک لولي.

هغوی یلې د امنیتي ګواښونو له امله یې ونه شو کولی بنرونه پورته کړي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل ته له تخار ولایت څخه داسې ویډیوګانې رسیدلې، چې پکې یوه ډله ښځې په سړکونو د طالبانو پرضد شعارونه ورکوي.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د تخار په سړکونو کې معترضې ښځې په خپلو شعارونو کې وایي: «مرګ پر ظالم، که طالب وي او که لابيګر یې».

«خبرداری، خبر داری، هېره وونکې نړۍ» او «طالبان ظلم کوي، امریکا یې ملاتړ کوي» دا شعارونه هم په تخار کې د اعتراض کوونکو ښځو له خوا ورکړل شول.

همداراز، د افغانستان د ښځو احتجاجي خوځښت د اګسټ پر پنځلسمه د افغانستان د سقوط د کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې طالبان یوه «ترهګره او توکمپاله» ډله بللې ده.

په بیانیه کې راغلي، چې د طالبانو په توکمپال حاکمیت کې دوی سا نشي اخیستلی.

خو طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي، دوی اسلامي حاکمیت لري او ټولو قومونو ته یې په واک کې ځای ور کړی دی.

طالبان دا هم وايي، چې ښځو ته د اسلام مطابق ټول حقونه ور کوي.

د افغانستان د ښځو احتجاجي خوځښت وایي، افغانستان یوې بې قانونه صحرا ته ورته دی چې خلک یې د مایوسۍ له امله د ځان وژنې او یا هم د تېښتې په فکر کې دي.

دغه مېرمنې وایي؛ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو هیله د طالبانو د حاکمیت بې قید او شرطه ختمېدل دي.

نور خبرونه

رادیو