د ښځو د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ او اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ووتل

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۱

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبه کې د انګلنډ فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ کولمبیا ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

همدارنګه په نننیو سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې فرانسې ته د ٦-٧ نتیجې سره ماته ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

د انګلنډ او کلمبیا د سیالۍ لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د انګلستان لوبغاړو د دویمې نیمایي په ۶۳مه دقیقېه کې بل ګول وواهه او سیاله لوبډله یې ماته کړه.

د اسټرالیا لوبډلې هم په پنالټي کې د فرانسې ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار برابره کړه.

انګلنډ او اسټرالیا به په نیمه پایلوبه کې سره لوبېږی.

د ښځو نهم نړیوال جام په اسټرالیا او نوي زیلنډ کې روان دی. دې جام کې ۳۲ لوبډلې په اتو ډلو کې سره لوبېږي.

نور خبرونه

رادیو