امریکایي قانون جوړوونکو له فیفا غوښتي، افغان ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۱

د امریکا د قانون جوړونکو یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې په یوه لیک کې د فیفا له نړیوال بنسټه غوښتي، چې د افغانستان د تبعید شویو ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني.
دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د طالبانو له واکمنېدو وروسته په استرالیا کې لوبېږي.

په تېرو دوو کالو کې طالبانو د افغان مېرمنو خپلواکي او حقونه محدود کړي، چې یو یې هم د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه دي، چې د ملګرو ملتونو له نظره دغه شان کړه، وړه په بشري جنایتو کې راځي.


د قانون جوړونکو دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د امریکا جمهوري غوښتونکي او ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټان دواړه په کې برخه لري له فیفا غوښتي، چې افغان ښځينه لوبډلې (AWT) ته دې اجازه ورکړي چې د خپل هېواد د هغو مېرمنو استازیتوب وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند تېروي.

د هغوی په باور د فیفا دغه ګام به د نړۍ ګوټ، ګوټ ته د نجونو او مېرمنو پيغام ولېږدوي.
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې د جولای میاشتې په وروستیو کې په یوه لیک کې له فیفا غوښتي وو، چې هغوی دې د خپل هېواد د استازیو په توګه په رسمیت وپېژني.
دغه لیک داسې مهال خپرېږي، چې د ښځينه فوټبال نړیوال جام خپلو وروستیو اونیو ته نږدې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو