د بې پولې خبریالانو ټولنه: څه د پاسه ۸۰ سلنه خبریالو مېرمنو خپلې دندې پرېیښې دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۰

دغې ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د شاوخوا ۱۲ زره خبربالانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه پر دریمه برخه یې خپلې دندې خوشې کړې دي.
د دغې ارزونې له مخې د طالبانو د بندیزونو د سخت دریځه سیاستونو له امله ۸۰ سلنه خبریالانې اړ شوې چې خپلې دندې پرېږدي.

دغه سازمان پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې د «طالبانو تر ولکې لاندې نظام کې خبریالي» تر سرلیک لاندې لیکلي، نیمایي رسنۍ چې په ۲۰۲۱ کال کې یې شمېر ۵۴۷ ته رسېده تړل شوې دي.
دغه بنسټ د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ۱۵۰ ټلویزیوني شبکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې نږدې اویا هغه یې فعاله دي.
دا رنګه له ۳۰۷ را‌‌‌‌‌‌ډیویي سټيشنونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یوازې ۱۷۰ یې خپرونې کوي او د ۳۱ خبري اژانسونو څخه ېوازې ۱۸ هغه یې پاتې دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په کابل کې د یو مېشت خبریال له قوله لیکلي:« د طالبانو اصلي دنده سانسورول دي. طالبان د خپلو سیاستونو پر ضد هیڅ مخالفت نه شي زغملی، موږ دلته هېڅ ملاتړی نه لرو. موږ همدومره پوهیږو، چې د هغوی هرې خبرې ته باید غاړه کېږدو.»

په راپور کې دا شان راغلي، چې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د ظلمونو او سانسور لګولو له امله ترهېدلي او سخت نهیلې شوي دي.
د راپورونو له مخې ‌‌‌‌‌‌ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د زیات زور زیاتي او ځورولو له امله اړ وتي، چې له هېواده وتېښتي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان نۍ مشر ظریف کریمي وویل، سیمه ییزې رسنۍ د لګول شویو بندیزونو له امله نهیلې شوې او په وینا یې که وضیعت همدغه شان روان وي، نو ګڼ رسنیز بنسټونه به دې ته اړ شي چې خپل ورونه وتړي.
د طالبانو د پراخو بندیزونو په لړ کې وروستی ګام دا و، چې د چنګاښ په مېاشت کې یې د ننګرهار ولایت د همېشه بهار په نوم ټلویزیوني او را‌‌‌‌‌‌ډیویي خپرونې بندې کړې.

یوه خبریاله وایي، په رسنیو کې کار کول د هغوی لپاره ورځ تر بلې سختېږي. د هغې په خبره دا چې هغه مېرمن ده، په ځلونو داسې پېښ شوي ځينو پېښو ته خبري پوښښ ور نه کړای شي.
د هغې په وینا، خبریالانې د دې پر ځای چې د مېز تر شا بندیانې پاتې شي ښه دا ګڼي د خبر خونې پر ځای په کور کې کښیني.

نور خبرونه

رادیو