هنري درملنه؛ په رواني ناروغیو د اخته افغان مېرمنو لپاره ګټوره بلل کېږي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۹

یو روانپوه وايي، د نجونو پر پوهنتوني زدکړو د طالبانو له بندیز وروسته په رواني ناروغیو د اخته ښځو شمېر ډېر شوی.

هغه رویټرز ته ویلي، پخوا یې د ورځې څلور پنځه ناروغان کتل، خو اوس د ورځې له لسو تر پنځلسو ناروغان ګوري چې ډېری یې ښځې دي.

د هغه یوه ناروغه او په بلخ کې نولس کلنه خوشي یو وخت د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي زدکوونکې وه، خو د نجونو پر پوهنتوني زدکړو د طالبانو له بندیز سره پر ژور خپګان اخته شوه.

هغه وايي، پر زدکړو او کار د طالبانو له بندیز وروسته رواني ناروغي ورته پیدا شوه او احساس یې وکړ چې باید رواني درملنه وکړي: «همېش خپه وم، پنجره کې د ایسارې مرغۍ په څېر وم ټولې هیلې یې بایللې وي.»

خوشي خپل روانپوهه په میاشت کې دوه ځلې ویني.

نوموړې ته سپارښتنه شوې چې هنري درملنې ته مخه کړي. نوموړې په دغه درملنه کې رسمونه باسي.

نوموړې د بلخ په مرکز مزارشريف کې په يوه کوچنۍ، رنګارنګ هنري سټوډيو کې له څو ځوانو ښځو سره د پنسل د انځورګرۍ ټولګي کې برخه اخلي.

دا ډیری ښځې دلته د رواني روغتیا متخصص په سپارښتنه لیږل شوې ترڅو پر خبرو او درملنه یو نوی مهارت زده کړي.

روغتیایي ادارې وايي، د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د څو لسیزو جګړو له امله له ډول ډول رواني ناروغیو کړېږي.

دې برخه کې کره شمېرې نشته، خو روغتیاپال او مرستندویان وايي، چې د ښځو پر کار او زدکړو له بندیزو وروسته دې پاړکي کې دا ناروغي ډېره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو