د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ: نړۍواله ټولنه دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۹

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د «افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» غړو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره دې د «هېڅ پلمې او چل» له مخې جوړجاړی نه کوي.

دغه غورځنګ وايي؛ «د طالبانو ترهګره ډله» دې د هېڅ هېواد او بنسټ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

د دغه غورځنګ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د دوو کلونو راهیسې نړۍ په خلاصو سترګو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ټولو جنګي او بشریت ضد جنایتونو، جنسیتي او قومي توپیرونو، بې ځایه کېدو او جبري مهاجرتونو، نسل وژنې، نژادي تبعیض او د افغانستان جغرافیه په ترهګرۍ بدلولو شاهده ده».

په اعلامیه کې راغلي؛ له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی او د دغې ډلې په رسمیت پېژندنه له ترهګرۍ سره د تعامل او د ترهګرو په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د څه باندې ۳۰ میلیونو وګړو له پامه غورځول دي.

دغو لاریون کوونکو ښځو په خپلې غونډه کې «د طالبانو په رسمیت پېژندل د نړۍوال تروریزم مشروعیت دی»، «طالبان په رسمیت مه پېژنئ»، «د ښځو حقونه بشري حقونه دي» او «له طالبانو سره تعامل له بشري حقونو څخه سرغړونه ده» شعارونه ورکول.

دغه غورځنګ په خپلې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې له افغان ولس سره «د پیوستون اونۍ» چې د اګست له ۱۲مې تر ۲۰مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې جوړېږي، ملاتړ کوي او د دغه نړۍوال پیوستون پرېکړه‌لیک د افغانانو هیلي ګڼي.

بهر مېشتو افغانانو هم په یوه اعلامیه کې له افغانانو سره د پیوستون او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو او د واک د انحصار په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د ښځو یو شمېر نورې احتجاج کوونکې ډلې هم د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت په دوحه کې له طالب چارواکو سره د امریکا د خاصو استازو وروستۍ لیدنه او له دې ډلې سره د هېوادونو په جوړجاړي اعتراض کړی دی.

تېره اونۍ تر ۴۰ډېرو بنسټونو او مدني ټولنو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې د هغه څه په اړه چې دوی یې له طالبانو سره «غېر مشروط جوړجاړی» بیانوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو