د بشري حقونو د څار سازمان: د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې جبر ډېر شوی

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۹

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې ‌‌‌‌‌‌جبر ډېر شوی او دې ډلې پر ښځو، نجونو او رسنیو ورځ تر بلې خپل سخت بندیزونه لا نور سخت کړي دي.

د دې ادارې په خبره، طالبانو نجونې او ښځې له زدکړو او کار، همدارنګه له ټولنیز فعالیت او خپلواک حرکت منع کړې دي.

د دغه سازمان په خبره، طالبانو رسنۍ او اطلاعاتو ته لاسرسی هم سخت سانسور کړی او د طالبانو له لوري د خبریالانو او منتقدانو بندیانول زیات شوي دي.

دوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو بشري ناورین لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې له ۲۸ ملیونو څخه ډېر وګړي یعني د دغه هیواد د نفوس دوه پر درېمه برخه بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۳،۲ ملیونو ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په سختې خوار ځواکۍ اخته شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان خلک د بشر دوستانه او بشري حقونو د لرلو په تمه ژوند تېروي.

فرشته عباسي وایي:« د طالبانو مشرتابه ته په کار ده، چې په بېړني ډول خپل ناوړه اصول او تګلارې بېرته واخلي او نړیواله ټولنه باید د اوسني کړکېچ لپاره د دوی سره حساب او کتاب وکړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې راغلي، چې د لسیزو جګړو، سختو موسمي پېښو او پراخې بیکارۍ سربېره، د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د خوړو د خوندیتوب اصلي لاملونه د ښځو او نجونو په حقونو سخت محدودیتونه دي، چې په پایله کې یې ډېر کسان په ځانګړې توګه ښځې له دندو ګوښه شوې او همدارنګه ښځې او نجونې له منځنۍ او لوړو زدکړو بې برخې شوې.

د یاد سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر په ۲۴مه طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو نادولتي سازمانونو سره د روغتیا، خوړو او زدکړو په برخه کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، چې دغه کار د ښځو ورځني ژوند ته سخت زیان اړولی او له امله یې همدا اوس ښځې او نجونې روغتیایې پاملرنې او د ژوند په نورو برخو کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اغلې عباسي زیاتوي:« د طالبانو ناوړه پالیسي د ښځو اساسي حقونو ته په بشپړه توګه بې پامي ښیي، د دوی تګلارې او بندیزونه نه یوازې هغه افغان میرمنې چې فعالې او د حقونو مدافعینې دي، بلکې عامې میرمنې چې د عادي ژوند په لټه کې دي هم زیانمنې کړې دي.»

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، مرستندویه هېوادونه باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو تګلارو له پیاوړي کولو پرته د روان بشري ناورین د کمولو لارې چارې ولټوي.

همدارنګه طالبانو پر سیمه ییزو رسنیو هم سخت بندیزونه لګولي دي. په سیمه ییزو رسنیو کې د نړیوالو رسنیو پر خپرونو بنیدیز لګول شوی، چې له امله یې معلوماتو ته لاسری سخت شوی او په افغانستان کې هیڅوک نشي کولای د بندي کېدو له وېرې مهم معلومات خپاره کړي.

په دغه راپور کې د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځي افسرانو او د وسله وال مقاومت غړیو او ملاتړو ربړول، بندي کېدل او ان اعدامولو ته هم پکې اشاره شوې ده.

د دې تر څنګ په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د داعش بریدونه هم په ګوته شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، د طالبانو د واکمنېدو راهیسې د خراسان څانګې اسلامي دولت نومي (داعش) ډلې ډېری بریدونه په ښوونځیو او جوماتونو کې کړي، چې تر ډېره یې هزاره توکمه شیعه مذهبي په نښه کړي دي.

عباسي وايي:«د افغانستان د ستر بشري ناورین په اړه د طالبانو ځواب د ښځو د حقونو او هر ډول اختلافونو د لا زیات ځپلو لپاره دی.»

همدانکه نوموړې زیاتوي:« هغه هېوادونه چې د طالبانو سره ښکېل دي باید پر هغوی فشار راوړي، چې په بېړنۍ توګه خپله تګلاره بدله کړي او د افغانانو اساسي حقونه بېرته تامین کړي چې له امله یې د افغانانو لپاره حیاتي مرستې برابرې شي.»

نور خبرونه

رادیو