د طالبانو بندیزونه؛ د نرسېنګ او قابلګۍ برخې ته د زیاتو نجونو راماتېدل

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۹

تر هغه وروسته چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او کار کولو بندیزونه ولګول شول، سلګونو ښځو د خپلې خوښې او مسلک پرته د نرسېنګ او قابلګۍ کورسونو ته په دې هیله مخه کړه چې ګواکې دوی به له وزګارتیا څخه ځانونه وژغوري.

ارزو ترکې چې د ژبو او ادبیاتو په برخه کې له زدکړو وروسته د قابلګۍ انسټېټیوټ هم ولوست وایي، چې پخوا په دې برخه کې د نجونو شمېر کم و خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نرسېنګ او قابلګۍ په برخه کې د ښځو لیوالتیا زیاته شوې ده.
نوموړې چې اوس په یوه خصوصي روغتون کې بوخته ده زیاتوي:« د طالبانو له واکمنۍ وروسته دوی ته د مشخص یونیفورم د اغوستو امر وشو او ترڅنګ یې د شپې لخوا د نوکریوالۍ مخه هم ونیول شوه، چې له دې محدودیتونو سره په دولتي او نا دولتي روغتونونو کې ښځینه روغتیاپالانې له لسګونو ستونزو سره مخامخ شوې دي.»
لینا حیدري چې د غاښونو په کلینیک کې نرسه ده وایي، دوی ته چې د طالبانو د کورنۍ غړي د درملنې لپاره راځي وایي چې په نورو برخو کې له محدودیتونو وروسته به پر تاسو هم بندیزونه ولګول شي.
میرمن حیدري زیاتوي، چې غوښتل یې په دې برخه کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ګومان کوي چې دا هیله به یې نیمګړې پاتې شي.
واشنګټن پوسټ څه موده مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلی و، چې د طالبانو روغتیا وزارت د خپل مشر ځينې لارښوونې ترلاسه کړې چې له مخې يې دوی بايد خپلې روغتيايي پاليسۍ له شريعت سره سمې برابرې کړي: «د دغې پاليسۍ یوه برخه کې راغلي، چې د ښځینه ناروغانو درملنه دې یوازې د ښځينه ډاکټرانو له خوا وشي.»
اخوا بیا خلک نیوکې کوي، چې که د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند وي نو ډاکټرانې به له کومه شي؟
مېرمن حیدري وایي، هره نرسه چې د کومې ستونزې له امله قانوني رخصتي هم واخلي هغه له دندې لیرې کېږي او پر ځای یې ان د دې مسلک خلاف نارینه راوستل کېږي.
قابلګي په افغانستان کې له هغو څانګو څخه یوه ده، چې نه یوازې د طالبانو په واکمنۍ کې بلکې په تېرو وختونو کې هم په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ وو او له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل د مرستو کمښت، اقتصادي ناورین او د ډاکټرانو د وتلو له امله وضعیت لا کړکېچن شوی دی.

نور خبرونه

رادیو