د انډونیزیا د ښکلا ملکې دغوراوي پروګرام ځینې نوماندانې: پروګرام جوړوونکو جنسي ځورولې یو

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۸

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې د غوراوي پروګرام څو تنو برخه اخیستونکو پولیسو ته شکایت کړی او د یاد پروګرام پر جوړوونکو یې د جنسي ځورونې تور لګولی دی.

د انډونیزیا د ښکلا ملکې د غوراوي په پروګرام کې د څو تنو برخه اخیستونکو وکیلې د سه شنبې په ورځ (د اګست اتمه) وویل، چې د دې سیالیو څو تنو ګډونوالو پولیسو ته د یاد پروګرام له جوړوونکو د جنسي ځورونې شکایت کړی.

پولیسو هم دا تایید کړې، چې د سیالۍ کوونکو لخوا شکایت شوی او په اړه یې پلټنه روانه ده.

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې غوراوي سیالي د جولای له ۲۹ مې نېټې څخه د اګسټ تر میاشتې په پلازمینه جکارتا کې ترسره شوه.

د دې پروګرام جوړوونکو له ۵ تنو ګدونوالو وغوښتل چې د فزیکي معاینې لپاره دې خپلې جامې وباسي چې په یاده خونه کې نارینه هم وو.

د رویټرز د خبر له مخې، د دوی وکیلې میلیسا انګریني ویلي، چې له پنځو کډونوالو څخه عکسونه هم اخیستل شوي او په دې سیالیو کې داسې پلټنو ته اړتیا نشته.

هغه زیاتوي، چې شپږ تنو کاندیدانو شکایتونه کړي.

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې د غوراوي ادارې د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوی له دې تورونو څخه خبر دي او په اړه به یې جدي پلټنې وکړي.

د ښکلا ملکې د غواراوي ادارې ویلي، چې تر ټولو مهم لومړیتوب یې د میرمنو لپاره د یوه خوندي ځای برابرول دي.

ځینو شکایت کوونکو د دوشنبې په ماښام په یوه خبري غونډه کې ویناوې وکړې، خو سیمه ییزو تلویزیونونو د دوی د هویت پټولو لپاره د هغوی مخونه ونه ښودل.

د انډونیزیا د قانون له مخې د جنسي ځورونې سزا تر ۱۵ کالونو بند دی.

په انډونیزیا کې مذهبي ډلو، چې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی، په تېرو کلونو کې د ښکلا پر سیالیو اعتراض کړی دی.

نور خبرونه

رادیو