ګورډن براون: د طالبانو لخوا د افغان نجونو او ښځو ځپل د بشریت ضد جنایت دی

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۸

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ویلي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو دوو کالو کې "بشري ضد جنایتونه" ترسره کړي، او د هغه په وینا د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې برخه کې پلټنې وکړي.
ښاغلي براون نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کړی، چې له بشري حقونو څخه د طالبانو سرغړونه دې نوره هم وغندي.

ښاغلي براون چې د زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازی دی په هغه مقاله کې چې ګار‌‌‌‌‌‌ډین ورځپاڼې یې د سه شنبې په ورځ د (زمري په ۱۷ مه) خپره کړې د نجونو پر زدکړو بندیزونو ته اشاره کړې ده.

نوموړي لیکلي دي، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړو لګیدلو بندیزونو هغوی لا پياوړې کړې چې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول ځاني ګواښونو په ګاللو سره لا هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدکړو راوګرځولې او د ۲۰۲۲ کال په ‌‌‌‌‌‌ډېسمبر میاشت کې یې د یو فرمان له مخې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زدکړو تر امر ثاني پورې بندیز ولګاوه.

براون د افغان نجونو هغه جرائت ستایلی، چې د ټولو بندیزونو سره، سره لا هم په هغو پټو جوړو شویو ښوونځيو کې خپلو زدکړو ته دوام ورکوي چې د طالبانو له نظره پټ په پټه پرانیستل شوي دي.
د برېټانیا پخواني لومړي وزیر د نجونو پر زدکړو دغه پراخ بندیز ته په اشارې لیکلي: "د منځني ختیځ، او نورو مسلمانو هېوادونو لکه پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایران د ملګرو ملتونو د سازمان سره په ګډه د طالبانو دغه کړنه غندلې او دا یې ویلي چې د نجونو پر منځنۍ دورې او پوهنتوني زدکړو بندیزونه هیڅ مذهبي توجیه نه لري."

ښاغلي براون نړیوالې ټولنې ته وړاندیز وکړ، چې د بشري حقونو څخه د طالبانو سرغړونه دې نوره هم وغندي.
گورډن براون د دغې مقالې په یوه بله برخه کې لیکلي جنسیتي ځپنه هم ستر بشري جنایت دی چې له مخې یې طالبان د روم د معاهدې چې افغانستان هم په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک کړې تر قانوني پلټنو لاندې راتلای شي.
له دغه حالت څخه د وتلو لپاره ګور‌‌‌‌‌‌ډن براون دوه وړاندیزونه لري. لومړی دا چې د طالبانو غړي د یوه حقوقي ګام اخیستلو له مخې د جرمونو په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

د هغه په خبره دغه چاره کې دې د جرمونو په نړیواله محکمه کې څارنوالان د نړیوالو سرچېنو په مرسته معلومات راغونډ کړي او همدارنګه حکومتونه هم په انفرادي توګه د خپلو کورنیو قوانینو له مخې پر طالبانو بندیزونه لګولی شي.
ښاغلي براون په دویم ګام کې د افغان نجونو د زدکړو لپاره د تګلارو او له هغو څخه د ملاتړ په اړه څلورو برخو ته اشاره کړې: د نړیوالو له خوا د ان لاین او را‌‌‌‌‌‌ډيویي ټولګیو پراختیا، د یونیسیف له خوا هم په افغانستان او هم بهر کې د نجونو لپاره د زدکړو په برخه کې د سرچینو برابرول.

گور‌‌‌‌‌‌ډن براون دا رنګه وړاندیز کوي، چې نړیواله ټولنه باید ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته ستنېدو په برخه کې د طالبانو د حکومت بودجې ته غاړه کېږدي.

طالبانو تر اوسه د ګور‌‌‌‌‌‌ډن براون دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې تل ویلي د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه لنډ مهاله دي او د چاپېریال په جوړېدو سره به دا زدکړې بیا له سره پيل شي.

نور خبرونه

رادیو