حامد کرزي له مارکُس پوتزل سره په لیدنه کې؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۷

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس (ټویټر) لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي.

په دې کتنه کې سربیره پر دې؛ چې دواړو خواو د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کړي، پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د بنسټ له همکاريو هم مننه کړې ده.

همداراز؛ په دې غونډه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي خبرو پیل اړین ګڼل شوی دی.

له دې وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان خبریالانو سره په لیدنه کې د یوه ملي ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دایمي سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین دی.

نور خبرونه

رادیو