فاریاب کې یو طالب چارواکی غواړي، یوه ۱۳کلنه نجلۍ خپل اوښي ته په زوره نکاح کړي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۵

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ ولسوال سیف الله یوه ترکمنه کورنۍ ګواښلې او هڅه کوي، چې ۱۳ کلنه کوژده شوې لور یې خپل اوښي ته په زوره نکاح کړي.

سرچینې وایي، دغه نجلۍ کوژده شوې هم ده، خو د دولت اباد ولسوال غواړي چې هغه له خپلې کوژدې لاس په سر کړي.

د سیمه ییزو سرچېنو په وینا، د طالبانو د ولسوال اوښی له یوشمېر وسله والو کسانو سره د دغې نجلۍ کور ته ورغلی او د هغې نجلۍ مور او پلار یې ګواښلي دي چې لور یې ورته په نکاح کړي.
سرچینې وایي، چې په دولت اباد کې د طالبانو ولسوال د دغې نجلۍ خسر نیولی دی او ورته یې ویلي چې د خپل زوی له کوژدې څخه لاس په سر شي.
د طالبانو د ګواښلو په غبرګون کې د ښځو او نارینه وو په ګډون د سیمې اوسېدونکو د شنبې په ورځ لاریون وکړ.

نور خبرونه

رادیو