په تخار  کې سرچینې: درقد کې طالب سرتېري له دویمې کوژدې وروسته مشره مېرمن ووژله

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۵

په تخار کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې د طالبانو یوه سرتېري تېره پنجشنبه خپله مېرمن زیتون په وهلو وهلو وژلې ده. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، ۳۵ کلنې زیتون ۶ ماشومان درلودل او موساخان د دویمې ښځې تر کولو وروسته ناوړه چلند ور سره کاوه.

د دې سرچینې په خبره، د زیتون کورنۍ د هغې مړی د درقد او دشت کلا ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د معاینې لپاره وړی و، خو ډاکټرانو د دې طالب سرتېري له وېرې د مړي له طبي معاینې ډډه کړې وه.

سرچینې وايي، د زیتون کورنۍ د هغې مړی بیا تخار ولایتي روغتون ته لېږدولی و، خو هلته د روغتون طالب مسوولانو هم عدلي طب ته د مړي د لیږلو اجازه نه وه ور کړې.

وروسته یې کورنۍ چې بې وزله ده، کابل ته مړی لېږدولی نه شو او په درقد کې یې خاورو ته سپارلې ده.

د دې سرچینې په خبره، د زیتون مېړه تر دویمې کوزدې وروسته نوموړ طلاقه کړې هم وه خو د سیمې د خلکو په منځګړتوب یې خپل کور ته بوولې وه، اما وهله به یې.

نور خبرونه

رادیو